د نورستان ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو ښاغلي محمد عارف او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په یاده کتنه کې، راغلو قومي مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې، چې د زده کړو څخه د ځوانانو د پاتې والي، ناامنیو او د روغتیايي مرکزونو د نه شتون په برخه کې وې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل لارو چارو په موندلو یې ټینګار وکړ.
همدا راز نوموړو د ملي یووالي او سولې د ټینګښت په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او له موجوده نظام څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ دوی دا هم وویل: چې د یاد ولایت د سرحدي سیمو ځوانان دې د وزارت په اړوندو لېسو کې د زده کړې په موخه شامل شي، ترڅو هېواد ته د ښه خدمت جوګه شي.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له راتګ څخه یې مننه وکړه، وې ویل: ستاسو درنو مشرانو ستونزو ته رسیدنه او حل لارې چارې موندل زموږ مسؤلیت دی، چې انشا الله ستونزې به مو د تل په څېر د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموم.
دغه راز ښاغلي محب الله صمیم ټینګار وکړ، چې وزارت د هېواد د مېشتو بېلابېلو درنو قومونو ګډ کور دی او دروازه یې د تل په څېر ستاسو مشرانو او مخور پرمخ پرانېستې ده.
