د نورستان ولایت د قومي مشرانو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۹:۵۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۳ مه نېټه په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو له استازې آغلې قمر بانو اکبري او یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې، چې د وزارت اړوند معینان صاحبان هم حاضر و، راغلو قومي مشرانو او د خلکو استازې یو لړ سیمه ییزې ستونزې، چې د زده کړو څخه د ځوانانو د پاتې والي، ناامنیو او د روغتیايي مرکزونو د نه شتون په برخه کې وې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل لارو چارو په موندلو یې ټینګار وکړ.

همدا راز نوموړو دا هم وویل: چې د یاد ولایت د سرحدي سیمو ځوانان دې د وزارت په اړوند لېسو کې د زده کړې ترسره کولو په موخه شامل شي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له راتګ څخه یې مننه وکړه، وې ویل: ستاسو درنو مشرانو ستونزو ته رسیدنه او حل لارې چارې موندل زموږ مسؤلیت دی، چې انشا الله ستونزې به مو د تل په څېر د حل په موخه مو د اړوند ادارو سره شریکې کړم او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموم.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵
Background image

د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په مختلفو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu