د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د خلکو ستونزې واورېدل شوې !

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۳
mobta

د سرحدونو او قبالوچارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نه غرمه په داسې حال کې، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو استازې اغلې سایمه خوږیاڼۍ هم حاضره وه، ددغه ولایت د کوټ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او د دوې ستونزې یې واورېدې.

په دې کتنه کې اغلې خوږیاڼۍ او څو تنو قومي مشرانو په بیلابیلو ولایتونو کې د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ ته د ولسي غونډو له لارې د ولسونو رابللو کې د وزارت مشرتابه هلې ځلې وستایلې او په بیلابیلو برخو کې یې یو لړ ستونزې دحل په موخه شریکې کړې.

وريسې ښاغلي صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې، وزارت په هېواد کې د ټولو مېشتو قومونو ګد کور وباله، زیاته یې کړه: دا زمونږ لومړیتوب دی، چې ستاسو ستونزې واورو او د حل په موخه یې له اړوندو چارواکو پورې ورسوو .

نوموړو دغه راز له وزارت سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu