د ننګرهار له والي سره لیدنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۱:۸
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمد زي او ملګري پلاوي يې نن سه شنبې د روان کال د تلې د میاشتې په ۱۵ نېټه ددغه ولایت له والي ښاغلی ضياء الحق امرخېل سړه وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رييس, د اطلاعاتو او عامه اړیکو رييس, د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس او نور کارکوونکي ور سره ملګري وه لومړۍ ښاغلي احمدزي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر د موخو په اړه معلومات شریک کړل وی ویل: وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې په دغه ولایت کې د سولې او نظام د ملاتړ په اړه د ننګرهار ولایت د ولسونو په ګډون یوه پراخه غونډه جوړه کړي, چې ستاسو همکاري پکې اړینه ده.

ورپسې ښاغلي امرخيل د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت دا کار پر ځای اقدام وباله او ښاغلي احمدزي او ملګري پلاوي ته یې په دې برخه کې د هر ډول مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu