د لوګر ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس له کوچي سرخېلانو سره وکتل!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۹:۲۷
Mobta

۱۴۴۴/۲/۲۱

د لوګر د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو په ریاست کې یوه جرګه دایره شوه، چې په دغه جرګه کې د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد عالم رهبر او په لوګر کې د کوچیانو د بېلابېلو خېلو سرخیلانو برخه اخیستې وه.

په پيل کې د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد عالم رهبر کوچي سرخېلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د کابل په بادام باغ کې د تېر په څېر یو ځل بیا د زراعتي او حیواني محصلاتو نندارتون جوړیږي تاسو کوچیان کولای شئ چې د خپلو څارویو بېلابېل محصلات نندارې ته وړاندې کړئ

ورپسې د کوچي قشر سرخېلانو هر یوه په خپل وار خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې خپل مالداري محصولات به په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې کوي.

په پای کې یاده قومي جرګه په دعایه کلام پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۷
Background image

په زابل ولایت کې پېښه شوې دښمني پای ته ورسېده

سه ‌شنبه، ۸ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸ هـ.ق

د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ په قتال کلا کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني او اختلاف چې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله یو کس خپل ژوند له لاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو په موخه د ولسي غونډو دوام

 

سه شنبه ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د محلي ادارو د مسؤلینو لخوا د هېواد په مختلفو ولايتوو کې د ولسواليو په کچه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

 

دوشنبه ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر په مشري د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې له سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS

User account menu