د لوګر ولایت ازرې سرحدي ولسوالۍ ته سفر
سه شنبه٢٦جمادي الاول١٤٤٤
د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي محمد عالم رهبر، چې د ولایتي ادارې یو شمیر چارواکو یې ملتیا کوله د ازرې سرحدي ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل، هغوی ورسره په بېلابېلو برخو کې د حل په موخه یو لړ ستونزې شریکې کړې چې د پلاوي لخوا د حل په موخه ډاډ ورکړ. دغه راز یې په یاده ولسوالي کې سړکونه، کانونه او کرنیزې ځمکې له نږدې وکتلې، چې په اړه به یې ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.