د قومي شخړې حل
په فراه ولایت کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د دوو لویو قومونو تر منځ شخړه (بدي) د تل لپاره حل شوه.
په دې غونډه کې دنورو سلگونو قومی مشرانو اوعلماوو سره یوځای د فراه ولایت د سرحدونو اوقبایلو چارو رئیس محمداکبر"عمر" او یاد ریاست کارکوونکو هم برخه لرله چې له نيکه مرغه د فراه شریف اونجیب ولس درنو مخورو قومي مشرانو معززو علمای کرامو، مهم اوبارز رول اداکړ او په پایله کې بدي په دوستۍ بدله شوه .
د فراه د سرحدونو اوقبایلو چارو ریاست تل هڅه کوي ، چې د ولایت د مخورو قومي مشرانو له لارې دمېشتو درنو قومونو تر منځ دیوالي او ورور ولۍ روحیه لاپیاوړې کړي.