د قبایلو عالي لیسې د ازموینو له بهیر څخه لیدنه

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۵۵
د قبایلو عالي لیسې د ازموینو له بهیر څخه لیدنه

سه شنبه/۱۳/ جمادی ‌الثاني ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په هدایت یوه پلاوي چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي شفیع الله ثاقت او د ښوونې او روزنې رئیس مولوي نیک محمد منیب یې مشري کوله، خوست ولایت ته سفر وکړ. 

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي پلاوي د یاد شوي وزارت اړوند د قبایلو عالي لېسې د ازموینو له بهیر څخه نظارت او لیدنه وکړه او ترڅنګ یې د لیسې له کارکوونکو سره د ښې همغږي او راتلونکو پرمختګونو په اړه سلا ومشورې وکړې.  

د لیدنې پرمهال په ښوونیز بهیر کې د شته ستونزو هوارولو او د زده‌کوونکو د تعلیمي کچې د لوړولو په اړه خبرې وشوې، او د لیسې له مسؤلینو وغوښتل شول چې د زده کوونکو د علمي ظرفیت لوړونې او مبتکرو لیاقتونو په روزلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. 

د یادولو وړ ده، چې د قبایلو عالي لېسه د وزارت له لوري په خوست ولایت کې د لرې پرتو سیمو د زده کوونکو لپاره یوازینۍ لیلیه لېسه ده، چې اوس مهال د لرې پرتو سیمو سلګونه زده کوونکې پکې په زده کړو بوخت دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

دره‌ پېچ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ، ولسي همغږۍ او  فرمانونو د عملي کولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۴
Background image

سرپل کې د ۶ کلنې دښمني ترڅنګ پکتيا او فارياب کې هم شخړې حل شوې

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرپل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د قومي مشرانو په هڅو د دغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

جوزجان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

چهارشنبه ١٤ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس مولوي غلام نبي صميم په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت مرکز. . .

BACK TO NEWS

User account menu