په غزني کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل له امله رامنځته شوې شخړه  پای ته ورسېده

haqani_admin
Tue, Nov 03 2026 1:53 PM
په غزني کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل له امله رامنځته شوې شخړه  پای ته ورسېده

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ د عمرخېلو کلي د یوه اوسېدونکي د وژل کېدو له امله د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، د غزني ولایت مقام او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسولینو په منځګړیتوب د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو په هڅو حل او فصل شوه.

د غزني مرستیال والي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس  مولوي جان محمد حاجی مؤمن په خپلو خبرو کې د قومونو ترمنځ د شخړو د حل او د دوستۍ او ورورولۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي چې ورته ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي. نوموړو د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هڅې وستایلې، چې د دوی د منځګړیتوب او پرله‌ پسې هلو ځلو په پایله کې دواړه لوري روغې جوړې او موافقې ته ورسېدل. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د روغې جوړې پرېکړه‌ لیک دواړو لورو ته واوراوه او یاده شخړه په دوستۍ بدله شوه.

د غونډې په پای کې د دواړو لورو استازو د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپلمنځي دوستي، ورورولي او ښه ګاونډیتوب به پیاوړی ساتي، دواړو لوریو یو بل ته د دوستۍ غېږې پرانیستې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu