د غزني ولایت وکیل محمد جان کوچي عالي لېسې څخه لیدنه وشوه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۱:۴۹
Mobta

دوشنبه/۱۱/ شوال المکرم/۱۴۴۴

په غزني ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند وکیل محمد جان کوچي له عالي لېسې څخه کتنه ترسره شوه.

په دغه کتنه کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد اسحق ادریس د لېسې له اداري او تدریسي کارکوونکو سره وکتل. نوموړي ټولو استادانو او کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې په خپلو دندو کې دي له صداقت او ریښتینولۍ څخه کار واخلي او د هیواد د بچو سالمه روزنه دي وکړي هغه زیاته کړه: که چیرته موږ په ایمانداري او تقوا خپل کارونه ترسره کړو او خپلو دندو ته پر وخت حاضر شو نو خپل وظایف به مو په صداقت سره ترسره کړي وي، هغه ټولو کارکوونکو ته د نبي کریم (ص) په  صورت او سیرت د تګ کولو امر وکړ.

وروسته د یادې لېسې آمر محمد جواد رفعت د دوی له ویناوو او یادې لېسې ته له توجه کولو څخه کور ودانی ووایه او زیاته یې کړه چې د یادې لېسې ټول کارکوونکي د خپلو دندو پابند دي او کارونه یې په صداقت سره ترسره کوي. هغه د لېسې د زده کوونکو لپاره د کمپیوتر د ټولګیو او د لابراتوار د موادو غوښتنه وکړه چې د یاد ریاست د رئیس له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu