د غزني ولایت وکیل محمد جان کوچي عالي لېسې څخه لیدنه وشوه
دوشنبه/۱۱/ شوال المکرم/۱۴۴۴
په غزني ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند وکیل محمد جان کوچي له عالي لېسې څخه کتنه ترسره شوه.
په دغه کتنه کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد اسحق ادریس د لېسې له اداري او تدریسي کارکوونکو سره وکتل. نوموړي ټولو استادانو او کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې په خپلو دندو کې دي له صداقت او ریښتینولۍ څخه کار واخلي او د هیواد د بچو سالمه روزنه دي وکړي هغه زیاته کړه: که چیرته موږ په ایمانداري او تقوا خپل کارونه ترسره کړو او خپلو دندو ته پر وخت حاضر شو نو خپل وظایف به مو په صداقت سره ترسره کړي وي، هغه ټولو کارکوونکو ته د نبي کریم (ص) په صورت او سیرت د تګ کولو امر وکړ.
وروسته د یادې لېسې آمر محمد جواد رفعت د دوی له ویناوو او یادې لېسې ته له توجه کولو څخه کور ودانی ووایه او زیاته یې کړه چې د یادې لېسې ټول کارکوونکي د خپلو دندو پابند دي او کارونه یې په صداقت سره ترسره کوي. هغه د لېسې د زده کوونکو لپاره د کمپیوتر د ټولګیو او د لابراتوار د موادو غوښتنه وکړه چې د یاد ریاست د رئیس له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.