د سولې د ټینګښت په برخه کې د قومي مشرانو او شوراګانو رول له ارزښته ډک دی!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۰:۸
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې په دویمه نېټه د حق او عدالت ګوند، او د ځاځیو سرتاسري شورا له مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې، چې د وزارت معینان، یو شمېر رئيسان او سلاکاران هم حاضر و، راغلو مشرانو د خپلو سمیه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې تل یې د قومونو د انسجام، سولې، ملي یووالي د ټینګښت، د جرګو او مرکو له لارې ټولټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون او رابللو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ويل: د سولې د ټینګښت په برخه کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د شوراګانو استازو رول له ارزښته ډک دی او باید په ملي مسایلو کې دوی ته لومړیتوب ورکړل شي.
همدا راز ښاغلي شېرزي د تلې د ۶مې نېټې ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان له امله خوښي څرګنده کړه او له قومي مشرانو څخه یې وغوښتل، چې د نظام د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu