د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت نوي معین او د کوچیانو چارو نوي لوې ریس په کار پیل وکړ!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۶:۲۹
m

ښاغلی الحاج مولوي احمد طه او ښاغلی مولوي ګل زرین کوچی، چې د عالیقدر امیرالمومنین په فرمان سره د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د معین او د کوچیانو لوي ریس  په توګه ټاکل شوی دی، نن د ۱۴۴۳ ه ق کال د ربیع الثاني پر ۲۵ نېټه د وزارت کارکووونکوته وروپېژندل شول اوپه کارونو یې پیل وکړ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري د نوموړو د پېژندګلوۍ د غونډې پرمهال په حکومتي چارو کې ادلون بدلون یو معمول اصل وباله وې ویل: چې دواړه محترم چارواکي وړ عالمان، متواضع شخصیتونه او مجرب کدرونه دي ، چې د جهاد په دوره کې د اشغال په وړاندې  فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت په تېره دوره کې یې په بېلابېلو لوړو پوستونو کې په ښه توګه دنده ترسره کړې، نوموړي زیاته کړه دغه مسؤلیت اوزمه واري یوامانت دی ، چې هم په دې دنیا او هم د قیامت په ورځ له مسوول څخه پوښتنه کیږي. الله ج دې مولوي صاحبانو ته توفیق ورکړي چې په ښه شان خپل مسولیتونه د خپلو همکارانو په همکارۍ ترسره کړي .

m

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مقام د دفتر ریس ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې د نوموړو چارواکو تېرو کارنامو ته په اشارې سره وویل: چې نوموړي نیک اشخاص، تکړه کدرونه او له ښو اخلاقو څخه برخمن دي. زه بشپړ باور لرم چې نوموړي به په خپلو ادارو کې د خپلو همکارانو سره په همغږۍ سره مثبت بدلون راوړي.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت معین محترم مولوي صاحب احمد طه په خپلو خبرو کې وویل:  چې زموږ درې شیان سره شریک دي، چې هغه ګډ دین، ګډ هېواد او ګډ دښمن دی، چې باید له خپل دین او ګران هېواد څخه دفاع او د ګډ دشمن په وړاندې مبارزه وکړو او خپلو ځورېدلو خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړو،  نوموړي د دې امانت د ترسره کولو اوساتلو لپاره یې په صداقت اواخلاص ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، چې له امر څخه باید اطاعت وکړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۵۲
Background image

افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۰
Background image

په بلخ ولايت کې د مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

شنبه ۱۷ صفر المظفر۱۴۴۸

د بلخ ولايت مرکز اړوند شپږمې ناحي سيمه کې دوه مرورې کورنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د شخړو د حل کمېسيون، قومي مشرانو او علماوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۳۳
Background image

ځاځي میدان ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ صفر المظفر۱۴۴۸

د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د اسلامي امارت د مسؤلينو او ولسونو ترمنځ د شریعت د احکامو د نفاذ، د ولسي همغږۍ پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په. . .

BACK TO NEWS

User account menu