د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوندو تعلیمي ادارو خبرتیا

mobta-af
Mobta

د ۱۴۰۲ هـ ل کال د تعلیمي بهیر له پیل کېدلو سره سم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند تعلیمي ادارې چې د خوشحال خان، رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسې پکې شاملې دي د لرې پرتو سیمو ټولو ممتازو زده کوونکو ته خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۱ کال د حوت (کب) میاشتې تر لسمې نېټې په یادو لیسو کې د نوم لیکنې او جذب په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو ته مراجعه وکړي. که چیرته کوم زده کوونکی ولایتي ریاستونو یا آمریتونو ته رسیدګي نه شي کولای په مرکز کې دې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې ریاست ته د ثبت نام په موخه ورشي. 

زده کوونکي دې د نوم لیکنې په وخت کې لاندې شیان له ځان سره ولري:

۱ـ د هویت تذکره

۲ـ شپږ قطعې عکسونه

۳ـ یوه عرض پاڼه یا غوښتنلیک

خپرونې

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۲:۵۶
Background image

خبرتیا


د قبایلي او سرحدي ولایتونو او ولسوالیو د دوولسمو ټولګیو فارغانو ته خبر ورکول کیږي چې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په پام کې لري چې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د دولسمو(12) ټولګیو څخه فارغو قبایلي محصلینو ته خبر ورکول کیږی

خپرونې