د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د کندهار له والي سره وکتل

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۸:۵۱
Mobta

سه شنبه د رجب المرجب/ ۹/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن ورځ سه شنبه د کندهار ولایت له والي حاجي محمد یوسف وفا سره یاد ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې وکتل.

په یاده کتنه کې د کندهار ولایت والي ښاغلي وفا دغه ولایت ته وزیر د سفر هرکلی وکړ او هغه ته یې ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د کندهار ولایت ټول قومونو او ولسونه د یووالي په ټغر ناست دي او ټول د خپل نظام ترڅنګ په کلکه ولاړ دي.

د ناستې په دوام  الحاج ملا نورالله نوري په یاد ولایت کې د قومونو ترمنځ د ولسونو د شخړو د حل، په کندهار ولایت کې د ټولو میشتو قومونو ستونزو ته رسیدګي کول او له نظام څخه د ملاتړ په اړه تفصیلي  او هر اړخیزې خبري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu