د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د بررسي معین د تاجکستان له بندر څخه لیدنه وکړه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۴:۱۰
Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د بررسي معین شیخ مولوي محمد قاسم خالد د تاجکستان سره پر پوله د آمو له سیند او آیخانم له بندر څخه نن په داسې حال کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د داخله وزارت معین مولوي نور جلال جلالي، د زراعت وزارت عمومي رئیس عبدالاحد خلیل، د تخار ولایت والي او امنیه قومندان هم حضور درلود.

Mobta

شیخ خالد د لیدنې پر مهال وویل د آمو سیند د افغانستان ځمکې ویجاړې کړې او تخريبات رامنځته شوي دي موږ یاده موضوع له ریاست الوزراء سره شریکوو چې د دې تخریباتو د مخنیوي لپاره اساسي پلان ونیول شي تر څو د آمو سيند په اوږدو کې د تخريباتو د مخنيوي لپاره قوي تحکيمات جوړ کړي او د ځمکو د تخريب مخه ونيول شي، همدا راز ښاغلي خالد وویل دا یو تجارتي بندر دی ا.ا.ا هڅه کوي چې د دې بندر تر څنګ په ټولو تجارتي بندرونو کې د تجارانو لپاره لا ډيرې اسانتياوې رامنځ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu