د رحمن بابا عالي لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۲۳:۱۴
mobta

دوشنبه ٩ ذوالقعدة الحرام ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اداري مجلس د پرېکړې پر اساس د وزارت اړوند په تعلیمي مرکزونو کې د اخلاقي او سالم ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب په مشرۍ مؤظفې کمېټې د رحمن بابا لېسې له ښووونکو او زده کوونکو سره ديوې غونډې په ترڅ کې وکتل. ياده کتنه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د مؤظفې کمېټې مشر ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب د اسلامي ثقافت په رڼا کې د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: ستاسې د زده کړې او پوهې د تر لاسه کولو هدف باید هېواد، ولس او خپلو ارزښتونو ته خدمت کول وي. ښاغلي ثاقب دغه راز زده کوونکو ته د دنیوي او اخروي ژوند په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او ټول مسلمه امت ته یې د ښېرازۍ دعا وکړه. د وزارت د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي نیاز محمد تقي وويل په اړوندو لېسو کې د مثبتو بدلونونو له کبله د زده کوونکو ستونزې حل شوې دي او کومې ستونزې چې شتون لري ان شاء الله ډېر ژر به ورته د حل لارې چارې پیدا کړو نوموړي همداراز له ښوونکو څخه مننه وکړه چې د يادې لېسي د زدکوونکو په روزنه کې زيار باسي او دغه راز يې زده کوونکي خپلو زده کړو ته د پاملرنې لپاره وهڅول. د کمېټې مشر او غړو له ښوونکو سره په ځانګړې غونډه کې د دوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او د وزارت مقام سره یې د حل په موخه د شریکولو ژمنه وکړه. ياده کتنه د ښوونې اوروزنې د رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu