د رحمان بابا له عالي لېسې څخه لیدنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۴۱
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د رحمان بابا له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.

د لېسې څخه د لېدنې په ترڅ کې ښاغلي محب الله صمیم له یو شمېر زده کوونکو څخه په اداري او تدریسي برخو، خوړو د کیفیت، لیليې خونو، برېښنا او د کمپيوټر د زده کړې په اړه پوښتنې وکړې، چې د دغې لېسې زده کوونکو په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا د خوړو د کیفیت، د کتابونو د کمښت، او د برېښنا په برخو کې خپلې یو لړ ستونزې د سرحدونو او قبایلو چارو له سرپرست او نوماند وزیر سره شریکې کړې ټینګار یې وکړ، چې دغه ستونزې باید هوارې شي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي صمیم او ملګرې پلاوي یې د دغې لېسې د زده کوونکو کمپيوټر خونه، لیلیه، کتابتون، پخلنځې او جومات وکوت او ټینګار یې وکړ، چې د لېسې نظافت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او زده کوونکو ته دې قانوني او پر وخت خدمات وړاندې شي. نوموړي دغه راز مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د زده کوونکو ټولې ستونزې دې هوارې کړي.

ښاغلي محب الله صمیم د ۱۳۹۹ کال د کانکور په آزموینه کې د وزارت د اړوندو لېسو د زده کوونکو د پایلو څخه خوښي څرګنده کړه، چې زیات شمېر زده کوونکي طب، انجینرۍ او نورو پوهنځېو ته بریالي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: وزارت ژمن دی، چې زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر او زده کوونکي باید له شته امکاناتو او فرصت څخه اغېزمنه استفاده وکړي خپلې زده کړې دې په سمه توګه ترسره کړي تر څو په راتلونکي کې د هېواد په بېا ابادولو او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu