د تکنالوژيکي معلوماتو د خوندیتوب پالیسي د ارزونې په موخه ناسته وشوه 

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۵:۱۲
خبر

۱۴۴۵/۶/۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه له لوري د یاد وزارت د تکنالوژي ریاست د کاري کړنلارې د پالیسیو د جوړولو په موخه یوه پلاوي د مسلکي معین مولوي احمد طه قادري په مشرۍ ناسته وکړه. 

په دغه ناسته کې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د پلان او پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د ټکنالوژي رئیس خسرو سلامزاده، د سرحدي څیړني رئیس مولوي غلام صدیق سباوون، د سرحدي سرغړونو د کشف او تنظیم  رئیس مولوي حضرت محمد وحدت، د سرحدي چارو سلاکار ښاغلي قاسمي او نورو کارکوونکو پکې ګډون کړی وو. 

یاد پلاوي د تکنالوژي ریاست په اړه د ډیټا او معلوماتو د خوندیتوب، د تخنیکي ستونزو د حل، د کمپیوترونو کارونې او له تکنالوژیکي وسایلو څخه د مناسبې استفادې په اړه د مخابراتو وزارت له پالیسیو سره سم د ترتیب شویو پالیسیو په اړه سلا و مشورې وکړې او د وزارت په اړوندو ټولو مرکزي او دویمي واحدونو کې یې یادې کړنلارې د تطبیق وړ وبللې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu