د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، مخورو، دولتي چارواکو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۲:۴۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د روان لمریز کال د وږي میاشتې پر ۳۱ مه نېټه د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، مخورو، دولتي چاروکو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزی، مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د سرحدي څېړنې میعن ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاده هم حاضر وو، راغلو مشرانو ښاغلي محب الله صمیم ته د مبارکي ویلو ترڅنګ د موجوده نظام څخه بشپړ ملاتړ څرګند او خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې یې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو مشرانو له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د دوی ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: هڅه به مې دا وي، چې د قومي مشرانو سره کېنم، د دوی ستونزې له نږدې واورم، سلامشورې یې له ځان سره ولرم، ترڅو د دې هېواد خلکو ته د خدمت جوګه شم.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu