د بندرونو نوي رئیس په دنده پیل وکړ

mobta_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۲۲:۶
mobta

۱/۲/۱۴۴۵

مفتي محمد امین همدرد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معینیت اړوند د سرحدي بندرونو د همغږۍ د نوي رئیس په توګه د یاد وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته د یوې ناستې په ترڅ کې ور وپېژندل شو. په یادو مراسمو کې د سرحدي پلټنو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل: د سرحدي بندرونو د همغږۍ ریاست د دغه وزارت په تشکیل کې نوی جوړ شوی ریاست دی چې د هیواد د ټولو بندرونو د څارنې، حفاظت او ساتنې دنده به په غاړه لري. هغه زیاته کړه: بندرونه د یوه کور د دروازو مثال لري که چېرته د یوه کور دروازې محفوظې وې ټول هیواد به امن وي. ښاغلي غزنوي د ټاکل شوي رئیس مفتي همدرد په اړه وویل چې نوموړی یو تقواداره، په کار بلد او مجاهد کس دی. هغه هیله څرګنده کړه چې نوی ټاکل شوی رئیس به د بندرونو د حفاظت په برخه کې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه. په پای کې د ټولو مسؤلینو او کارکوونکو له لوري ټاکل شوی رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب او توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu