د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې يوه لويه ولسي غونډه تر سره شوه!

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۷:۹
بلخ کې ناسته

دوشنبه ۲۷/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ بلخ کې يوه لويه ولسي غونډه داسي مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني، د بلخ ولايت او اړوندو ولسواليو مشرانو او ولسي خلکو ګډون درلود.

په پيل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني د وزارت د ترسره شوو فعاليتونو په اړه خبرې وکړې ويې ويل: مونږ هرکال د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د خلکو ترمنځ جرګې جوړوو، چې له مخې يې د قومونو ستونزې اورو او حل لارې ورته پيدا کوو، چې همدا تير کال مو له ۷۰۰ زياتې ستونزې راغونډې کړې او له جملې يې ۴۰۰ پراختيايې پروژې عملي شوې دي. د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد غونډې ته د خپلې وینا پر مهال په اتحاد او ورورولۍ ټینګار وکړ ویې ويل: په ټول هیواد کې اوس وژنې ختمې شوې دلته د هر چا مال او عزت خوندي دی، دا د دې نظام او هغه خلکو برکت دی چې قربانۍ يې ورکړې، الله ج دې دا نظام تل همداسي برلاسى لري، چې د خپلو خلکو د ژوند ټولې چارې منظمې کړي او هر ډول خدمتونه ورته ورسوي.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني په خپله وينا کې وويل: تېر شل کلن دور کې اشغالګرو زموږ په ولسونو داسې ظلمونه وکړل چې عقل نه منل خو د فتحې په راتګ سره د هغو ظلمونو لمن ټوله شوه او پر افغانانو د امن سیوري خپور شو. دغه راز د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر هم د خپلو خبرې په ترڅ کې وويل: زموږ هدف د شريعت پلې کول دي، حاکم نظام ټولو قومونو ته په يوه سترګه ګوري او خدمت يې خپله وجيبه بولې دا نظام ټول شموله نظام دی، د نورو په خبرو دې څوک نه غوليږي حقايق دې درک کړي.

قومي مشرانو وويل: نن چې د عدالت نظام حاکم دی افتخار پرې کوو، ملاتړې يې يو او مخالفين يې له رب (ج) څخه رسوا او ذليل غواړو. دوی وویل: دا نظام دی چې د خلکو ستونزې يې حل کړي دي، د زنده باد او مرد باد وخت تېر شوی، اوس مو مستقيمه لار معلومه ده او وطن د اصلي بچيو لاس ته ورغلی. قومي مخورو زیاته کړه چې هیچا ته به بیا د هیواد د ورانولو اجازه نه ورکوي اوهيڅ کله به د پرديو په تبليغاتو پسي ولاړ نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۱۱
Background image

په نورستان ولایت کې د قومونو تر منځ ستر ولسي غونډه تر سره شوه

پنچشنبه، ۱۴۴۶/۵/۳

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینت لخوا د مشرقي زون د درېیو ولایتونو سربیره نن د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې د قومونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۲
Background image

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د جوګيانو او جټانو د ثبت او راجسترو په اړه خپله لومړۍ ناسته تر سره کړه

پنجشنبه ٥/۵/۱۴۴۶

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې تر څو په هیواد کې مېشت جوګيان او جټان ثبت او راجستر کړي.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کارکونکو ته د ښوونېزې اړتيا سنجونې په مناسبت یو غونډه تر سره شوه!

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۴

د اداري اصلاحاتو کمیسیون، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سره په همغږي د یاد وزارت کارکونکو د ظرفیت لوړولو او د ښوونې اړتیاوو د تشخیص لپاره یو پروګرام د. . .

BACK TO NEWS