د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې يوه لويه ولسي غونډه تر سره شوه!

khoram2_admin
Tue, Oct 01 2024 7:09 AM
بلخ کې ناسته

دوشنبه ۲۷/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ بلخ کې يوه لويه ولسي غونډه داسي مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني، د بلخ ولايت او اړوندو ولسواليو مشرانو او ولسي خلکو ګډون درلود.

په پيل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني د وزارت د ترسره شوو فعاليتونو په اړه خبرې وکړې ويې ويل: مونږ هرکال د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د خلکو ترمنځ جرګې جوړوو، چې له مخې يې د قومونو ستونزې اورو او حل لارې ورته پيدا کوو، چې همدا تير کال مو له ۷۰۰ زياتې ستونزې راغونډې کړې او له جملې يې ۴۰۰ پراختيايې پروژې عملي شوې دي. د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد غونډې ته د خپلې وینا پر مهال په اتحاد او ورورولۍ ټینګار وکړ ویې ويل: په ټول هیواد کې اوس وژنې ختمې شوې دلته د هر چا مال او عزت خوندي دی، دا د دې نظام او هغه خلکو برکت دی چې قربانۍ يې ورکړې، الله ج دې دا نظام تل همداسي برلاسى لري، چې د خپلو خلکو د ژوند ټولې چارې منظمې کړي او هر ډول خدمتونه ورته ورسوي.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني په خپله وينا کې وويل: تېر شل کلن دور کې اشغالګرو زموږ په ولسونو داسې ظلمونه وکړل چې عقل نه منل خو د فتحې په راتګ سره د هغو ظلمونو لمن ټوله شوه او پر افغانانو د امن سیوري خپور شو. دغه راز د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر هم د خپلو خبرې په ترڅ کې وويل: زموږ هدف د شريعت پلې کول دي، حاکم نظام ټولو قومونو ته په يوه سترګه ګوري او خدمت يې خپله وجيبه بولې دا نظام ټول شموله نظام دی، د نورو په خبرو دې څوک نه غوليږي حقايق دې درک کړي.

قومي مشرانو وويل: نن چې د عدالت نظام حاکم دی افتخار پرې کوو، ملاتړې يې يو او مخالفين يې له رب (ج) څخه رسوا او ذليل غواړو. دوی وویل: دا نظام دی چې د خلکو ستونزې يې حل کړي دي، د زنده باد او مرد باد وخت تېر شوی، اوس مو مستقيمه لار معلومه ده او وطن د اصلي بچيو لاس ته ورغلی. قومي مخورو زیاته کړه چې هیچا ته به بیا د هیواد د ورانولو اجازه نه ورکوي اوهيڅ کله به د پرديو په تبليغاتو پسي ولاړ نه شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu