د بري لیکونو وېشل!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۳:۳۰
mobta

د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پر هغو کارکوونکو بري لیکونه ووېشل شول، چې د عمومي مدیریت، ابتدایي تدارکاتو او انګلیسي ژبو په کورسونو کې یې ګډون کړی و.

له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله، د بشري زېرمو رئیس ښاغلي محمد یاسین پکتین، د کورسونو استادانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د بشري زېرمو رئیس ښاغلي پکتین د یادو کورسونو او د ظرفیت لوړولو او جوړونې لپاره یې د وزارت د مالوماتو د انسجام پروژې په مرسته د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل. له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د راتلونکي ۱۳۹۹مالي کال د زده کړو نیازمندۍ ورسره شریکې او په کورسونو کې فعال ګډون وکړي.

همدا راز مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله په یوه اداره کې مدیریت، په تدارکاتي مسایلو او انګلیسي ژبې پوهېدل د وخت اړتیا وبلله، کارکوونکي یې وهڅول، چې په دا ډول کورسونو کې برخه واخلي، خپل معلومات ډېر او په وسیله یې هېواد او خلکوته خدمت وکړي.

ښاغلي جلاله د کورسونو په دوام او د موضوعاتو اړوند د درسي توکو او اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ. د بشري زېرمو ریاست او د معلوماتو د انسجام پروژې څخه یې مننه وکړه.

همدا راز استاد ښاغلي دریا خان بهیر د علمي او مسلکي میتودونو په کارولو سره د تدریس د پر مخ بېولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu