د بدخشان ولایت ولسونو د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې له جمهوري نظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکنو څخه خپل ملاتړ څرګند او د دولت پر وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ، چې دایمي اوربند وکړي!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۰:۳۶
mobta

په هغې ولسي غونډه کې، چې له همدې امله نن جمعه، د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۷مه نېټه د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي، بدخشان والي ښاغلی محمد ذکریا سودا، سیمه ایزو دولتي چارواکو، د عالمانو شورا مشر الحاج مولوي عبدالحفیظ امین اوغړو، د ولایتي شورا رئیس ډاکټر بشیر صمیم او غړو، د ښځو چارو رئیسې اغلې الینا غیاثي، ټولنیزو فعالانو، د بېلابېلو قومونو مشرانو، ځوانانو خویندو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د هېواد ملي سرود خپور شو.

ورپسې د بدخشان والي ښاغلي محمد ذکریا سودا د وزارت مشرتابه او ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست او د غونډې اجنډا او موخې يې بیان کړې.

ښاغلي سودا په خپلو خبرو کې د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په دغو حساسو شرایطو کې د لویو ولسي غونډو جوړولو له لارې د نظام او ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ولسونه رابولي.

د بدخشان والي دغه راز د قومونو په اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ او د دولت پر وسله والو مخالفینو باندې یې غږ وکړ، چې دایمي اوربند وکړي، ترڅو د جګړو ټغر ټول او سوله ټينګه شي.

mobta

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د بدخشان ولایت له دینداره او سوله خوښوونکو ولسونو څخه، چې د جمهوري نظام او ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي د مننې په ترڅ کې وویل: موږ سوله غواړو خو داسې سوله، چې په کې د افغانانو ټولې لاسته راوړنې، چې هغه د دې هېواد د سرښندونکو او زړورو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي دی، خوندي وي.

محترم محب الله صمیم وویل: اوس موږ منتخب جمهوري نظام او پیاوړی او سمبال وسله وال پوځ لرو، چې په تېرو اوونیو کې یې دښمن ته د جګړو په ډګر کې سخته ماتې ورکړه، افغانان د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ او ملاتړ یې کوي. موږ هېڅلکه شاته نه ستنیږو او پر مخ به روان یو.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر زیاته کړه: بدخشان ولایت ته مې د سفر اصلي موخه د دغه ولایت له بېلابېلو اقشارو سره لیدل و، ستونزې شته خو له ښه مرغه زموږ بدخشاني ولس له نظام او ملي امنیتي دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ کوي، موږ په پام کې لرو، چې د لرو او نا امنو سیمو ځوانانو ته په لیله ډول په دې ولایت کې یوه لېسه جوړه کړو او هم د لوړو زده کړو لپاره بورسونه ترلاسه کړو، ترڅو ځوانان مو بهر ته هم د لوړو زده کړو لپاره ولیږو.

همداراز د بدخشان ولایت د علماوو شورا مشر مولوي عبدالحفیظ امین، د ولایتي شورا رییس ډاکټر بشیر صمیم، د ښځور چارو رییسې مېرمن الینا غیاثي، د ولایتي شورا غړې اغلې سایر سبا او نورو ویناوالو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسونو په یووالي او دغه شان د قومي جرګو په جوړولو کې له ښاغلي محب الله صمیم څخه د مننې په ترڅ کې د جمهوري نظام او د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اورد دولت پرمخالفینو یې غږ وکړ، چې دایمي اوربند وکړي، ترڅو هېواد له روانو بدبختیو څخه وژغورل شي او روانه ناروا جګړه پای ته ورسیږي.

نوموړو دغه راز خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه هم د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر سره د حل په موخه شریک کړل، چې د ښاغلي وزیر صاحب له خوا ورته د هوارولو ډاډ ورکړشو.

د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د فیض آباد ښار د دانش ښوونځي زده کوونکو د ملي یووالي او سولې په اړه یوه حماسي ترانه اجرا کړه، چې د ګډونوالو له خوا یې هرکلی وشو.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu