د بادغیس ولایت له قومي مشرانو سره ناسته

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۲
خبر

۱۷\۸\۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نور الله نوري نن سه شنبه د بادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناسته تر سره کړه.

قومي مشرانو د خبرو پر مهال لومړۍ له محترم نوري صاحب څخه مننه وکړه چې د مصروفیاتو او ناروغتیا سره سره یې دوی ته د خبرو وخت ورکړ، وروسته قومي مشرانو د خپلې سیمې ستونزې او مشکلات لکه د اوبو نشتون، د سړک جوړولو او د ښوونې لپاره مدرسې جوړولو او ځیني نورې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.


په پای کې ښاغلي نوري مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په تېر شل کلن انقلاب کې یې د اطرافي سیمو د وګړو ستړیاوي د ستایلو وړ وبللې، او راغلي هیئت ته یې د لارښوونې تر څنګ د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې بې له کوم احسان اچولو ستاسي ستونزې حل کوو او له اړوند مرجع سره به یې شریکوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu