د اروزګان ولایت د ولایتي شورا له مشر سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۴:۴۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن سې شنبې د روان کال د سلواغې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، د اروزګان ولایت د ولایتي شورا له مشر ښاغلي امیرخان بارکزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي امیرخان بارکزي د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو، ترڅنګ د موجوده نظام څخه ملاتړ څرګند کړ او د وزارت سره یې د هرا راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د نوموړي ستونزې پر ځای وبللې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۹:۵۹
Background image

ډېر ژر به د وزارت اړوندو تعلیمي مرکزونو کې زده کوونکو ته په انلاین ډول تدریس پيل شي!

په هغې غونډه کې، چې نن چهارشنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۶ مه نېټه د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ جوړه شوې وه، د وزارت د مقام د دفتر ریس ښاغلي نورآقا. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او تسلیت پیغام!

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې دهېواد او خلکو دښمنانو د ښاغلي حاجي ظاهر کاکړ او په ولسي جرګه د هلمند ولایت د خلکو د استازي ښاغلی محمد کریم اتل د کورنۍ دوه تکړه او په هېواد مین. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۱۰:۹
Background image

د وزارت اړوند مېلمستون په معياري ډول بيارغول کېږي!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي نن له غرمې وروسته په داسې کې، چې د وزارت د مقام دفتر ريس ښاغلى نورآقا ناصري، د تشريفاتو ريس ښاغلى سيد احمد سپينوال او. . .

BACK TO NEWS