باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه
چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸
د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د ځړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړه.
د دغې شخړې پرمهال دواړو لوريو ته د لویو مالي تاوانونو سر بېره دوه تنه ټپيان شوي هم وو، چې د بيا بيا نښتو د احتمال وېره يې ترمنځ موجوده وه او وخت ناوخت به يې يوبل ګواښل.
مسؤلينو د يادو ستونزو د هواري په موخه سيمې ته سفر وکړ، د دواړو خواووسره تر جلاجلا ناستو او مشورو ورسته يې له هغوی عام تام اختيار واخېست او د يوې شرعي قيصلې په ترڅ کې يې سره روغې جوړې ته راوبلل.
