هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې ټپيان شوي وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، قومومي مشرانو، ديني عالمانو په دوامدارو هڅو حل او فصل شوه.

همداراز د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې هم د څو کورنيو ترمنځ د مېرمنو پر سر هغه را پورته شوې شخړه هواره شوه، چې په ترڅ کې يې يوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ګڼې خپل منځې ستونزې يې را ولاړې کړې وې.

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د يادو دواړو پېښو د قورباني شويو کورنيو مشرانو ته د تسليت ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې تېر هېر کړي او راتلونکی ژوند په سوله ورورولي او يوبل منلو سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۵۷
Background image

هلمند کې د مسؤلينو له لوري د ترافيکي پېښه له کبله راپورته شوې مرګوني شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۵ صفر المظفر۱۴۴۸

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو او جرګه کوونکو مشرانو په هڅو د دغه ولايت په نادعلي ولسوالي کې د څو تنو هېوادوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۴۱
Background image

په شاجوی ولسوالي کې له خلکو سره یوه لویه غونډه ترسره شوه

چهارشنبه/صفرالمظفر/۱۴/۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ له قومي مخورو، دیني عالمانو او سیمه ییزو متنفذینو په ګډون یوه لویه ولسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

چهار شنبه/٣١/ ۴/۱۴۰۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو. . .

BACK TO NEWS

User account menu