په شاجوی ولسوالي کې له خلکو سره یوه لویه غونډه ترسره شوه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۴۱
په شاجوی ولسوالي کې له خلکو سره یوه لویه غونډه ترسره شوه

چهارشنبه/صفرالمظفر/۱۴/۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ له قومي مخورو، دیني عالمانو او سیمه ییزو متنفذینو په ګډون یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړه، چې پر مهال یې د یادې ولسوالۍ د علماء شورا رئیس، امنیه قومندان او نورو محلي مسؤلینو حضور درلود.

د غونډې پرمهال علماء کرامو او سپین ږیرو په خپلو څرګندونو کې وویل: لله الحمد اسلامي امارت د هیواد په ټوله جغرافیه سلطه لري او د دې لپاره یو ښه فرصت دی چې خلک په جامعه کې د منکراتو په مخنیوي کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. دوی دا راز زیاته کړه، چې ځینو کړیو خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره افغانان پر بېلابېلو تنظیمونو ووېشل، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره هغه ټولې ناخوالې ختمې او ورورولي په ملک کې حاکمه شوه. 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر بیا د خپلې وینا په ترڅ کې افغانان په اسلامي روحیه را لوی شوي خلک وبلل ویې ویل: اسلامي امارت له فتحې وروسته د تېر اشغال هغه ناخوالې حل کړې چې شل کاله یې هغوی په حل کولو کې پاتې راغلي وو. 
هغه د مهاجرینو د درنې څپې مدیریت کول د اسلامي امارت د مدبرانه سیاست بېلګه وبلله او خلک یې اخوت او ورورګلوي ته راوبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu