د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه
د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه
چهار شنبه/٣١/ ۴/۱۴۰۵
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي متنفذینو او ځايي خلکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د دغې کتنې پرمهال راغلیو مشرانو د اسلامي امارت له ټولو پوله ساتو ځواکونو خوښي څرګنده کړه او د یادو ځواکونو د مېړانې او نېک چلند ستاینه یې وکړه. دوی د سرکونو خاموالی، د پلچکونو نشتون، د صحي خدمتونو کمبودي او د مخابراتي شبکو نشتوالی د یادې سیمې شته خنډونه وبلل، چې پر وینا یې د یادو مشکلاتو له وجهې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري ناستې ته خبرې وکړې ویې ویل، چې د افغانستان ډېری لرې پرتې سیمې له یادو اسانتیاوو بې برخې دي، چې دا د اسلامي امارت په لومړیتوب کې دي. نوموړي دغه راز د اطرافي سیمو قربانۍ وستایلې، زیاته یې کړه، چې یادو خلکو د دې نظام د اقامې لپاره بې شمېره شهیدان ورکړي او د دوی له برکته اوس دا دی اسلامي نظام حاکم دی. هغه مشرانو ته د ډاډ په ورکولو سره وویل، چې په یادو برخو کې به د وس تر بریده اقدامات کوي او ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو ادارو رسوي.
