هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

taqi2_admin
Wed, Jun 17 2026 10:07 AM
هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې ټپيان شوي وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، قومومي مشرانو، ديني عالمانو په دوامدارو هڅو حل او فصل شوه.

همداراز د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې هم د څو کورنيو ترمنځ د مېرمنو پر سر هغه را پورته شوې شخړه هواره شوه، چې په ترڅ کې يې يوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ګڼې خپل منځې ستونزې يې را ولاړې کړې وې.

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د يادو دواړو پېښو د قورباني شويو کورنيو مشرانو ته د تسليت ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې تېر هېر کړي او راتلونکی ژوند په سوله ورورولي او يوبل منلو سره ترسره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu