دغزني ولایت ناور ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتنه
د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو وزیرښاغلي ملا نورالله نوري نن پنجشنبې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني پردویمه نېټه له غرمې مخکې دخپل کار په دفتر کې د غزني ولایت ناور ولسوالۍ د پیر حسین قوم له یوشمېر مشرانو سره وکتل.
د یادو مشرانو په استازولۍ لومړی ښاغلي ملا محمد علي فهیمي پخپلو خبرو کې د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو له سرپرست وزیر څخه له دې امله چې قومي مشرانو سره د ملاقات زمينه برابره کړه مننه وکړه بیا یې د غزني ولایت د ناور په ولسوالۍ کې د ځایي پیر حسین قوم او کوچیانو تر منځ د څړځای پرسر د شخړې په اړه ، چې له دوی سره یې اسناد موجود او مالیه یې تحویل کړې ده هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل اوله وزارت څخه یې د ستونزې د حل په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیرښاغلي ملانورالله نوري د هېواد د ټولو قومونو ستونزې خپلې ستونزې وګڼلې ويې ویل چې دا خپل مسؤلیت بولم ، چې له خپل ولس سره د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې همکاري او هلې ځلې ونه سپموم، چې له یادو مشرانوسره یې د شخړې د حل اوپه دې اړه د هڅو ژمنه وکړه.