دغزني ولایت ناور ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتنه

mobta-af
Thu, Oct 27 2022 1:10 PM
Mobta

د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو وزیرښاغلي ملا نورالله نوري نن پنجشنبې د ۱۴۴۴  کال د ربیع الثاني پردویمه نېټه له غرمې مخکې دخپل کار په دفتر کې د غزني ولایت ناور ولسوالۍ د پیر حسین قوم له یوشمېر مشرانو سره وکتل.

Mobta

د یادو مشرانو په استازولۍ لومړی ښاغلي ملا محمد علي فهیمي پخپلو خبرو کې د سرحدونو،قومونو اوقبایلو چارو له سرپرست وزیر څخه له دې امله چې قومي مشرانو سره د ملاقات زمينه برابره کړه  مننه وکړه بیا یې د غزني ولایت د ناور په ولسوالۍ کې د ځایي پیر حسین قوم او کوچیانو تر منځ د څړځای پرسر د شخړې په اړه ، چې له دوی سره یې اسناد موجود او مالیه یې تحویل کړې ده  هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل اوله وزارت څخه یې د ستونزې د حل په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیرښاغلي ملانورالله  نوري د هېواد د ټولو قومونو ستونزې خپلې ستونزې وګڼلې ويې ویل چې دا خپل مسؤلیت بولم ، چې له خپل ولس سره د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې همکاري او هلې ځلې ونه سپموم، چې له یادو مشرانوسره یې د شخړې د حل اوپه دې اړه د هڅو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu