بلخ کې د ۱۱ کلنې حقوقي شخړې حل

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۱۸
بلخ کې د ۱۱ کلنې حقوقي شخړې حل

يکشنبه ۱۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په مشري د يوې قومي جرګې په ترڅ کې د هغو دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه، چې د تېرو يوولسو کلونو يې په خپل منځ کې د دښمنۍ اور بل وو.

ددغې رابلل شوې جرګې پرمهال د ا.ا مسؤلينو ښکېل لوري عفوې او بښنې کولو ته وهڅول او له هغوی يې وغوښتل،چې ددښمنيو پرځای دسولې او ورورولۍژوند غوره کړي.يادو مسؤلينو همداراز په ولسونوغږ وکړ،چې دهرې ستونزې پرمهال دې د اسلامي امارت مشران پروخت خبر کړي ترڅو د ستونزو د پراخېدو مخه ونيول شي.


په پای کې د جرګې منځګړو مشرانو طرفين سره غاړه غړۍ کړل او د ژمن ليک په اخېستلو سره يې له هغوی غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې يوبل ته کوم ډول خنډونه ايجاد نه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۰:۱۶
Background image

کنړ کې دوه جلاجلا شخړې د مسؤلينو او علماوو په ګډو هڅو پای ته ورسېدې

 

یک شنبه ۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس ملا تحمیدالله غازي په مشري د دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دغه ولايت اسمار ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۱
Background image

په کاپیسا او پروان کې څلور دښمنې کورنۍ پخلاينې ته راوګرځېدې

 

شنبه ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت په اله سای ولسوالۍ کې د دووکورنيو ترمنځ د تېرو ۸ کلونو په دوام راونه دښمني، چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوی و او ژور خپلمنځي اختلافات يې ناحله. . .

BACK TO NEWS

User account menu