هلمند کې د پنځه کلن تاوتريخوالي پای
سه شنبه ۲۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي اکرام الدين بصيري په مشري دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د شا و خوا پنځو کلونو دوامدار کورني جنجالونه پای ته ورسېدل.
د دغو جنجالونو او تاوتريخوالي له کبله دواړه لوري سخت انديښمن وو، چې مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې په سوله او ورورولي بدل کړل.
دا په داسي حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايو چارو وزارت د خپلو اړوندو رياستونو په همغږۍ د هېوادوالو ترمنځ هره ورځ دې ته ورته جنجالونه او شخړې د سولې او تفاهم له لارې هواروي ترڅو ولسونو ته د ارام ژوند زمينه برابره شي.
