((هغوی چې افغانستان ته د بشري حقوقو د خوندیتوب په نامه راغلي وو، دلته یې د افغانانو نسل وژنه وکړه))
دوشنبه ۲۲ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې له عامو خلکو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو سره د یوې لویې جوړې شوې غونډې پرمهال وویل، هغوی چې افغانستان ته د مخدره موادو د مخنیوي او د بشر د حقوقو د خوندیتوب په نامه راغلي وو، دلته یې د افغانانو نسل وژنه وکړه او د مخدره موادو د مخنیوي پر ځای یې د افغانستان ولسونو ته شاوخوا څلورنیم مېلیونه معتادین پرېښودل.
نوموړي وويل: د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو حقوق په بشپړ ډول رعایت شوي دي، اسلامي امارت د عسکر او مجاهد کونډې او یتیم ته یو شان معاش ورکوي. ښاغلي نوري دغه راز د نظام مخالفینو ته په خطاب کې وویل، هغه څوک چې دلته مزاحمت کوي پوه دي شي چې نه د افغانستان امن او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي. ښاغلي نوري خلکو ته ډاډ ورکړ، چې اړوند غوښتنې او وړانديزونه به يې د حل په موخه تر لوړو مقاماتو ورسوي.
د دغې غونډې پرمهال علماء کرامو او قومي مخورو هم خبرې وکړې ویې ویل چې ولسونو د دغه نظام د قیام لپاره قربانۍ ورکړې دي او د دې نظام تر شا ولاړ دي او په کلکه به یې دفاع کوي. دوی په خپلو ويناوو کې په يووالي ټينګار وکړ ويې ويل، چې اسلامي امارت د افغانانو د اتفاق سیوری او چتر دی. په دې نظام کې زموږ ارزښتونه او نوامس خوندي دي او په هر وخت کې یې ملاتړ کوو.
دغه راز علماء کرامو او متنفذینو په خلکو غږ وکړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې زموږ د یووالي او اتحاد په وړاندې د دښمن د تبلیغاتو په اړه ویښ او هوښیار اوسي. دوی زیاته کړه، چې له هیواده بهر په نړیوالو سټیجونو باندې ځینې په نامه افغانان هیڅکله د افغانستان د خلکو استازولي نه شي کولای.
دغو مشرانو له مسؤلینو څخه د ګیلان-جاغوري ولسوالۍ سرک رغولو، برېښنا او د اوبو بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.
