خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني د سولې له لارې پای ته ورسېده
سه شنبه ۲ربیع الآخر ۱۴۴۸
د ياد ولايت خاني خوړ سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، د شخړو د حل کمېټې، ديني عالمانو، مصلحینو او ځايي مخورو د هڅو په پایله کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۵۷ کلنه دښمني د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده، چې ګڼ اختلافات يې درلودل.
د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئيس مولوي میا محمدولي صدیقي په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل: د قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو تر دې مهاله په خوست کې ۱۲۰مه بریالۍ روغه جوړه ترسره شوه او د خلکو ترمنځ د پاتې شخړو د حل لپاره هم هڅې روانې دي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د سیمو د ستونزو د حل لپاره په اخلاص خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
په دغه اوږدمهاله دښمني کې دواړو لوريو ته د لويو مالي تاوانونو سربېره ګڼ اختلافات موجود وو، چې په ترڅ کې يې يو کس خپل ژوند هم له لاسه ورکړی و. مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې ښکېل لوري د سولې او ورورولي په ټغر سره راټول کړل
