د وزارت له کارکوونکو څخه د رسول الله ﷺ د سیرت د کتاب ازموینه واخیستل شوه

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۸:۲۹
د وزارت له کارکوونکو څخه د رسول الله ﷺ د سیرت د کتاب ازموینه واخیستل شوه

 

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د دعوت او ارشاد عمومي ریاست د مکتوب پر بنسټ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قدرمنې رهبرۍ په تایید، نن د ۱۴۴۸/۳/۳۰ نېټه، د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت د لومړۍ برخې له کتاب څخه د وزارت له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس، الحاج مفتي شفیع‌ الله ثاقب د ازموینې د ترتیب، څرنګوالي او د امتحان د ترسره کېدو د بهیر په اړه ګډونوالو ته لازم او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي له ټولو ګډونوالو څخه د ګډون او همکارۍ له امله مننه وکړه او هغوی یې وهڅول چې خپلې پاڼې په ټاکل شوي وخت کې په ښه توګه حل کړي.

په دې ازموینه کې د وزارت د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي په ګډون ګڼو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و. نوموړي د ازموینې په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې هر مسلمان د رسول الله ﷺ د سیرت او اخلاقو د زده کړې او په خپل ژوند کې د عملي کولو مسؤلیت لري؛ نو اړینه ده چې د دیني کتابونو مطالعه او زده کړه جدي ونیول شي. نوموړي د کارکوونکو لپاره د دیني درسونو دوام مهم وباله او ویې ویل، چې د دغو درسونو له لارې د دیني پوهاوي ترڅنګ د اسلامي ټولنې د ټولنیزو اصولو او ورځني چلند په اړه هم لازم معلومات ترلاسه کېږي. د یادونې وړ ده، چې د دغې ازموینې پایلې به په نږدې راتلونکي کې اعلان او ممتاز کارکوونکي به د هڅونې په موخه په معنوي ډالیو ونازول شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۴
Background image

چپه دره کې د مسؤلينو په هڅو ۳۳ کلنه مرګونې دښمني پای ته ورسېده

 

سه شنبه ۲ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په سودمني کلي کې د ځايي دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۳ کالونو په دوام رامنځته شوې دښمني، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۸:۴۵
Background image

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني د سولې له لارې پای ته ورسېده

 

سه شنبه ۲ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ياد ولايت خاني خوړ سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، د شخړو د حل کمېټې، ديني عالمانو، مصلحینو او ځايي مخورو د هڅو په پایله کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

په پکتيا، پنجشير، نيمروز، ميدان وردګ او هلمند ولايت يو شمېر ولسواليو کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخې غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د پکتيا په جاني خېلو، د پنجشير په. . .

BACK TO NEWS

User account menu