پروان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه
پنجشنبه ۱ صفر المظفر۱۴۴۸
د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت امر مفتي نصير احمد تائب په مشري د ځايي قومي مخورو، علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب د دغه ولايت په نيازي قريه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه.
د يادې شخړې له کبله د دواړو لوريو ترمنځ اوږده جنجالونه موجود وو او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ دواړو خواوو ته پکې څو تنه ټپيان شوي هم وو، چې د لا نورې مرګ ژوبلې احتمال يې تر منځ موجود و.
مسؤلينو د يادو جنجالونو او اختلافاتو د پای ته رسولو په موخه د هغوی ترمنخ څو جرګې وکړې، ښکېل لوري يې روغې جوړې ته راضي کړل او د يوې شرغي فيصلې په ترڅ کې يې سره غاړه غړۍ کړل.
