په جوز جان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ را پورته شوې شخړه حل شوه
چهارشنبه ۱۵/۳/۱۴۴۶
په جوزجان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې هغه شخړه حل شوه چې د دواړو خواوو ترمنځ يې ژور اختلافات رامنځ ته کړي وو او له کبله به یې وخت ناوخت ښکېلو غاړو یو بل ته ګواښونه کول او په خپلو منځونو کې به یې ستونزې جوړولې. یاده شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو، علماوو، متنفذينو، ولسي خلکو او قومي مشرانو په ګډو هڅو د یوې مرکې په ترڅ کې حل شوه او دواړه لوري د خوښۍ په ټغر کښناستل.
ښکېلو اړخونو مرکچیانو ته اختیار لیکونه ورکړل او د جرګې له لوري په شوې منصفانه فيصلې یې قناعت او رضايت وښود. دوی په خپله تېره دښمني پښيماني وښوده ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به هيڅ جنجالونه او شخړې نه کوي او د ورورۍ په فضاء کې به خپل ژوند تېروي.
د يادونې وړ ده، چې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په مرسته د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې ورته شخړې حل کړې او ولسي خلک یې ورورولۍ ته رابللي.