ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د ارزونې په تړاو ناسته
پنجشنبه ۲۹ صفر المظفر ۱۴۴۸
دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په ۷ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د کارونو د ارزونې په موخه د یادو ولایتونو له مرستیالانو سره داسې مهال ناسته ترسره کړه، چې د یادو پروژو لپاره ټاکل شوي تخنیکي هیئت او غړو حضور درلود.
ناسته کې د ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو مرستیالانو په دغو ولایتونو کې د منظور شویو او تر کار لاندې پروژو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل. دوی زیاته کړه، چې د دغو پروژو عملي کېدل په یادو ولایتونو کې تر ډېره حده د ولسونو د ستونزو په هواري کې مرسته کړې ده.
همداراز، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس، د یو میلیارد افغانیو په ارزښت له خدمتونو بې برخې سیمو کې د دغو پروژو پلي کېدل د خلکو د جهاد، قربانیو او زحمتونو پایله ده. نوموړي زیاته کړه، چې دې ولس په هر حالت کې د اسلامي نظام ملاتړ کړی، نو اوس یې وخت دی چې ورته دا ډول خدمتونه يې وشي. ښاغلي نوري د پاتې نورو پروژو د پلي کولو او څارنې په برخه کې له مسؤلینو وغوښتل، چې له پوره دقت او جدي پاملرنې څخه کار واخلي، ترڅو د هر ولایت مستحق خلک له دغو خدمتونو برخمن شي
