په غزني ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه وشوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۵:۶
غونډه

چهارشنبه ۱۳/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلوچارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي نن په غزني ولايت کې د اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام غونډې ته په وينا کې وويل: لسيزې مو د هيواد د ازادۍ لپاره شهيدان ورکړي او اوس هم وعده کوو، چې د اسلام د پلي کولو لپاره هر راز قربانۍ ته تيار يو ښاغلي احمد زياته کړه: تېر حکومت کې هيچا د شريعت غږ نه شو پورته کولى، ډيموکراسي وه، د خلکوعزت خوندي نه و ناپوهي اخري حد ته رسيدلې وه خو لله الحمد د دې نظام په راتګ سره ټول غير اسلامي کارونه له منځه ولاړل او د جهل دروازې وتړل شوې. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د نظام د لا تقويې لپاره هلې ځلې وکړې ترڅو ولسونه د هميش لپاره د خپلواکۍ او عزت ژوند وکړي.

غونډه کې قومي مشرانو د خپلو ويناوو په ترڅ کې د ا.ا دري کلنې لاسته راوړنې وستايلې ويې ويل: د تېر حکومت چارې د نورو خلکو په اشارو چليدې، ولس ته يې پام نه وو خو اوس لله الحمد په کامله معنا يو خپلواک اسلامي نظام راغلى. د دې ستر نعمت څخه برخمن هيواد وال دې يې قدردانى وکړي او ځانونه دې د خدمت په موخه ورته وقف کړي. همدا راز د اهل تشيع قومي مشر د نظام څخه د خپل ملاتړ ترڅنک وويل: هيڅ حکومت په يواځي ځان پرمختګ نشي کولاي هغه همدارنګه وويل: موږ ټول قومونه ژمن يو، چې په شريکه او اتفاق سره به دا هيواد آبادوو.

دغه رازد جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني ولسونو ته د ډاډ په څرګندولو سره وويل: د اميرالمؤمنين په مشرۍ په تېرو دري کلنو کې د حکومت ښه رهبري په پوره صداقت او امانتدارۍ سره تر سره شوې. کومو خلکو ته يې چې مسؤليتونه ورسپارلي په کراتو کراتو يې پوښتنې ترې کړي. نوموړي ولسونوته وويل، چې اسلامي امارت د يو فرد نه دی، بلکې د ټولو هيوادوالو مشترک نظام دی او په شريکه به د دې نظام د ساتلو او جوړولو هڅې کوو. د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني غزني ولايت ته د دغه سفراوغونډې په تړاو وويل:غواړي له ملت سره د حکومت همغږي لا پياوړې کړي، د ولسونو ستونزې او غوښتنې واوري او لوړ رتبه مسؤلينو ته يې د حل په موخه ورسوي ترڅو شته ستونزې راکمې کړي. غوندې ته د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر وويل: دغزني په شمول په ټولو ولايتونو کې د داسي غونډو په جوړولو غواړو د هيوادوالو ترمنځ يووالی او وحدت لا پياوړی کړو او ستونزو ته يې د حل لارې ولټوو..

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا نن په پکتيا ولایت کې لويه ولسي غونډه وشوه

پنج شنبه ۱۴/۴/۱۴۴۶

قومي مخورو د خپلو خبرو پر مهال له اسلامي امارته وغوښتل چې سیمه ییزې ستونزې ورته حل کړي او په اړه یې اقدامات تر سره کړي، دوی زیاته کړه چې د پکتیا ولایت ولسونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۵:۶
Background image

په غزني ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه وشوه

چهارشنبه ۱۳/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلوچارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي نن په غزني ولايت کې د اسلامي نظام ثبات، ولسونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام ناستو په ترڅ کې نن په پکتيکا ولايت کې غونډه وشوه

 

سه شنبه ۱۲/۴/۱۴۴۶
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ګډ پلاوي په ملتيا د ياد وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د. . .

BACK TO NEWS