لغمان کې د څو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر شخړه حل شوه
شنبه ۳ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د لغمان ولايت مرکز اړوند سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د دغه رامنځته شوې شخړې د حل لپاره لومړی د قضیې له دواړو لورو سره ناستې وشوې او بيا له هغوی وغوښتل شول ترڅو د خبرو اترو له لارې روغې ته غاړه کېږدي، چې په همدې ترتيب دواړو خواوو دغه وړاندیز ومانه.
په پای کې مسؤلينو د شريعت په رڼا کې د يوې منصفانه پرېکړې په اساس د هغوی ترمنځ وېش تر سره کړ، حق يې حقدار ته وسپاره او يادو جنجالونو ته يې د پای ټکې کېښوده
