د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤلینو د داخلي تولیداتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۹:۳۴
mobta

چهارشنبه ۲۲ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د کابل ولایت په بادام باغ سیمه کې د کرهڼې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لورې د ۱۴۰۲ کال د پسرلي د هرکلي په پار د بزګر ميله او د کورنیو تولیداتو ۲۸ نندارتون جوړ شوی وو، چې د هیواد ګڼ شمېر زراعتي توليدات، لاسي صنایع، د کوچيانو د مالدارۍ محصولات او لبنيات پکې نندارې ته ايښودل شوي وو. په دغه نندارتون کې د کابينې د نورو مشرانو تر څنګ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د سرحدونو د پلټنې معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کوچيانو چارو سمون لوی رئيس مولوي ګل زرين کوچي، ورسره مل پلاوي او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو. په ياد نندارتون کې سلګونه غرفې د کورنيو توليداتو د عرضه کولو لپاره صنعت کارانو او سوداګرو ته په واک کې ورکړل شوې وې تر څو خپلو توليداتو او محصولاتو ته مناسب بازار ومومي او هيوادوال د وارداتي توکو پر ځای له خپلو توليداتو څخه ګټې اخیستنې ته وهڅوي او له دې لارې د خپلو بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي. کوچيان چې په مالدارۍ او له دې لارې د ترلاسه کيدونکو لبنياتو، غوښو پوستوکو او وړيو په توليدولو کې ستره ونډه لري هم د خپلو محصولاتو ځينې يې نندارې ته وړاندې کړي وو چې ګډونوالو ورڅخه پر نوبت ليدنه تر سره کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۷:۵۷
Background image

((د دې خاورې حدود، فرضي کرښه او سرحدونه خوندي دي او ساتنه یې زموږ مسؤلیت دی))

چهار شنبه-۱۸/۱/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملانورالله نوري څمکنیو ولسوالي کې د یوې سترې غونډې پر مهال د هیواد حدود، فرضي کرښه او رسمي سرحدونه د یوې کلا د دیوالونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۹
Background image

په بلخ ولایت کې ٤ کلنه شخړه هواره شوه

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مسؤلينو د ياد ولايت په شورتيپې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه حل او په دوستۍ بدله کړه. یاده شخړه چې له ٧ کلونو را. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کوچیانو او مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او همغږي په پار ټاکل شوې کمېټې ناسته وکړه

دوشنبه ١٦ محرم الحرام١٤٤٦

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د لوي رئیس مولوي ګل زرین کوچي په مشرۍ د کوچیانو او مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او همغږي په پار ټاکل شوې. . .

BACK TO NEWS