د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د کندهار له والي سره وکتل
سه شنبه د رجب المرجب/ ۹/ ۱۴۴۴
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن ورځ سه شنبه د کندهار ولایت له والي حاجي محمد یوسف وفا سره یاد ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې وکتل.
په یاده کتنه کې د کندهار ولایت والي ښاغلي وفا دغه ولایت ته وزیر د سفر هرکلی وکړ او هغه ته یې ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د کندهار ولایت ټول قومونو او ولسونه د یووالي په ټغر ناست دي او ټول د خپل نظام ترڅنګ په کلکه ولاړ دي.
د ناستې په دوام الحاج ملا نورالله نوري په یاد ولایت کې د قومونو ترمنځ د ولسونو د شخړو د حل، په کندهار ولایت کې د ټولو میشتو قومونو ستونزو ته رسیدګي کول او له نظام څخه د ملاتړ په اړه تفصیلي او هر اړخیزې خبري وکړي.