د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې په ميدان وردګ ولايت کې یو باب روغتیایي کلینیک جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۴۳
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې په ميدان وردګ ولايت کې یو باب روغتیایي کلینیک جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې په همکاری یو باب روغتیایي مرکز له ټولو ملحقاتو سره د شپږ میاشتو په موده کې د څه باندي یو لک امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ او د مسؤلینو له لوري د یوي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په یاده جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو مشاور مولوي محمد امین همدرد، د سرحدي پلټنو رئیس مفتي فیض محمد فیضي، د جلرېز ولسوالۍ ولسوال، د میدان وردګو ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمر او ګڼ شمېر سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

غونډې ته مسؤلينو په خپلو خبرو کې د ياد روغتيايي کلينيک پر فعاليت خوښي وښوده او دغه کلینیک يې په ياده سيمه کې د ناروغانو د صحي ستونزو د هواري او د ناروغانو د درملنې او مشورې مناسب ادرس ياد کړ. يادو مسؤلينو د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې څخه هم مننه وکړه، چې په وينا يې د یاد وزارت سره په تفاهم په بلخ، ننکرهار، کندز او میدان وردګو ولایتونو کې د صحت، زراعت، مالدارۍ او انکشاف په برخو کې ولسونو ته لازم خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu