بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت مزارشریف ښار په نهمه ناحيه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې هغه ١٨ کلنه شخړه هواره کړه، چې د يادې کورنۍ ترمنځ يې ژور تاو تريخوالی، خفګان او بد بيني رامنځته کړې وه.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت په هسکه مينه ولسوالي کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو رياست استازو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنيو ترمنځ د يوې حقوقي موضوع له کبله راپورته شوې شخړه هواره او حق حقدار ته ورسېده. په دغه شخړه کې له دواړو لوريو درې تنه ټپيان شوي هم وو.
ښکېلو لوریو د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه په مننې کولو سره د هغوی هڅې وستايلې او د ولسي شخړو په هواري کې يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بې ساري وبللې. دوی همدا راز ژومنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د تاوترېخوالي پرځای د ورورولي ژوند کوي.