تاسو د هېواد د راتلونکي جوړوونکي یاست!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۹:۱
mobta

 

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سه شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۸ مه نېټه د وزارت د اړوندو لېسو له زده کوونکو سره د کتنې په ترڅ کې وکړه.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب هم حاضر وو، ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې زده کوونکو ته وویل: وزارت ژمن دی، چې تاسو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړي، ځکه دا هېواد ستا سو په هلو ځلو او زیار ګالنو جوړیږي، مخته ولاړشې، خپلو زده کړو ته دوام ورکړې، ځکه چې تاسو د هېواد د راتلونکي جوړوونکي یاست.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu