د ولسمشر له فوق العاده استازي سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۰:۲۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن يکشنبې د روان لمريز کال د غوايي د میاشتې په 21 د هېواد د اقتصادي او سوداګريزو چارو د پراختيا او بېوزلۍ راکمولو په برخه کې د جلالتماب جمهور ريس له فوق العاده استازي ښاغلي محمد يوسف غضنفر سره وکتل.

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي شېرزي د اقتصادي او سوداګريزو چارو د پراختيا په برخه کې د ولسمشر د فوق العاده استازي په توګه د ښاغلي غضنفر د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ څرګندولو تر څنګ هيله وښوده، چې ستاسو په هلو ځلو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه پرمختګ وکړي او فقر او بې وزلي به کمه شي.

وروسته ښاغلي غضنفر په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چارو له محترم وزير څخه مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې د هغه کړنې وستايلې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu